د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته معرفي شو

asad_admin
Mon, Nov 24 2025 9:24 AM

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم مولوي علاؤ الدین سعد د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د نوي رئیس په توګه، د شهیدانو او  معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې کارکوونکو ته معرفي او خپلې چارې يې رسماْ پيل کړې.

د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست لپاره د نوي رئیس په معرفت غونډه کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د خدماتو، ساتنې او پاملرنې رئيس محترم مولوي سردار محمد حیبب، یو شمېر آمرینو او کارکوونکو شتون درلود.

د معرفت په دې غونډه کې، محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د سپارل شویو مسؤلیتونو د ترسره کولو، اخلاص او د مراجعينو چارو ته د ښې رسیدګي په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: مسؤلیت یو امتیاز نه بلکه یو ستر امانت دی او ټولو کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه چې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي، د شهرت څخه ځانونه وساتي، د الله تعالی جل جلاله رضا په نظر کې ونیسي ځکه چې د دې وزارت مراجعین د ټولنې خورا زیانمن او محتاج کسان دي چې په ژوند کې یې ډېرې ستونزې زغملې دي، نو په دې اساس د هغوی د چارو سمبالول باید په دقت، صداقت او اخلاص سره ترسره شي او د  نېکو دعاګانو څخه یې برخمن شو، تر څو موږ ته دنیوي او اخروي بریاوې را په برخه شي.

محترم شیخ صاحب همدارنګه د محترم مولوي ثناءالله فرقاني چې تر دې وړاندې د ټولنیزو خدمتونو په ریاست کې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، د هڅو او فعالیتونو ستاینه وکړه، همداراز هغه د محترم مولوي علاؤالدین سعد لخوا یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د تېرو خدمتونو یادونه وکړه او ورته یې په سپارل شوو چارو کې د لا بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د اداري موضوعاتو اړوند تفصیلي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۱۰۳۶) کارکوونکو په درلودو سره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي، همداراز د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د دندو او اساسي موخو په هکله یې هم خبرې وکړې.

د کارکوونکو چارو رئیس له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې خپلې دندې په بشپړې همغږۍ، مشورې او اخلاص سره ترسره کړي او د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست د نوې رئیس لپاره یې د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي علاؤ الدین سعد تر دې وړاندې د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS