د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند کونړ ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Thu, Oct 23 2025 10:04 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند کونړ ولایت ته یې د سفر پر مهال په یاد ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته د نوې ځانګړې شوې  ودانۍ څخه ليدنه وکړه.

په دې سفر کې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش او د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک د محترم وزیر صاحب ملتیا کوله.

د شهيدانو او معلولينو چارو محترم وزیر د کونړ ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي محمد امین حق‌ پرست سره د لیدنې ترڅنګ، په یاد ولایت کې د‌ وزارت اړوند رياست له لوري د ترسره شويو فعالیتونو، اجراآتو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه هم ارزونه ترسره کړه.

د کونړ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مفتي عبیدالله حقاني د محترم وزير صاحب څخه یې د شهيدانو ورثه وو او معلولينو ته د ځانګړې پاملرنې له امله مننه او قدرداني وکړه او د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزې او د هغوی غوښتنې هم د شهيدانو او معلولينو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند سره شریکې کړې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS