د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتي سیسټم ریاست لپاره نوی رئیس د محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

asad_admin
Sun, Jul 13 2025 9:10 AM
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په وړانديز، محترم الحاج ملا رحمت الله خالد د ډېټابېس او معلوماتي سیسټم ریاست لپاره د نوي رئیس په توګه، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان له لوري کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

د معرفي په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس، د معلولینو چارو رئیس محترم مولوي شاه ولي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، یو شمېر آمرینو  او د اړوند ریاست کارکوونکو حضور درلود.

د یادونې وړ ده چې محترم الحاج ملا رحمت الله خالد تر دې وړاندې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز د رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS