په ننګرهار ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش
په یادو مرستو کې چې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو، د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په خوګیاڼۍ ولسوالۍ کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې په شفاف او منظم ډول ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د مرستندویه مؤسسې له مسؤلینو مننه وکړه او له هغوی وغوښتل چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي تر څو په ښه توګه د دې اړمن قشر لاسنیوی او ملاتړ وشي.
