د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د پلي کیدو بهیر د ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه
یاده غونډه چې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني په مشرۍ ترسره شوه، په هغه کې د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د دې وزارت مدرس محترم مولوي علي احمد او د مسجد امام محترم حافظ محمد اقبال ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د تطبیق بهیر په هر اړخیزه توګه وارزول شول.
په پای کې، محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د مطرح شویو نظریاتو او راپورونو تر اورېدو وروسته، د قانون د ښه پلي کیدو په برخه کې لازم هدایات ورکړل او په هر اړخیز ډول یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون پر تطبیق ټینګار وکړ.