د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۵۰) تنو مستحقینو باندې مرستې وېشل شوې

asad_admin
Tue, Mar 25 2025 1:44 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې مبارکې مياشتې په ترڅ کې د مستحقو کسانو د لاسنیوي په موخه د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې سره په همغږۍ  پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې بېلابېل خوراکي توکي او اختریزې ډالۍ شاملې وې، په منظم ډول ووېشلې. همداراز هر مستحق سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.

د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د څارنې او ارزونې ریاست استازي او د مؤسسې مسؤلينو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې په بشپړ ډول نظارت وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د ګڼ شمېر یتیمانو، کونډو او معلوليت لرونکو وګړو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره کړې دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS