د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د شهيدانو او معلولينو چارو ریاست څخه لیدنه تر سره کړه.

nasrat_admin
Wed, Sep 25 2024 1:28 PM
mmd

د پکتیا مرستیال والي الحاج شیخ انعام الله صلاح الدین د پکتیا ولایت شهيدانو او معلولينو چارو ریاست څخه له نږدې لیدنه وکړه، چې په دې لیدنه کې د اطلاعاتو کلتور رئيس او ولايت مقام ځينو نورو مسؤلينو هم ملتيا کوله.

 

له یاد ریاست څخه د لیدنی په ترڅ کې مرستیال والي د ریاست مقام، د بريښنايي سيسټم له خونې، شهداء او معلولينو چارو له مدیریتونو څخه لیدنه وکړه او د‌ دوی تر سره شوې کړنې يې له نږدې و ارزولې.

 

د شهيدانو او معلولينو چارو  رئيس مولوي صاحب محمد نبي په خبره مونږ ١٩١ میلیونه افغانۍ د کال په لومړیو دوو ربعو کې مستحقو خلکو ته حقوق ورکړي، چې په دې کې د یتیمانو مجموعه تعداد دیارلسو زرو او معلولينو ټول تعداد څلور نیمو زرو ته رسېږي، چې له یاد شمېر څخه یې زياترو ته حقوق رسېدلي دي او ډاډ يې ورکړ چې په دې برخه کې به خپلې هڅي نورې هم غښتلې کړو.

 

مرستيال والي د ياد رياست د‌ مسؤلينو کړنې وستايلې او دوی ته يې د‌ چارو د بهبود په موخه يو لړ اړينې سپارښتنې وکړې، ترڅو معلولينو او د‌ شهيدانو کورنيو ته د خپلو مساعدتونو په سپارلو کې نورې اسانتياوې او سهولتونه هم رامنځته شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS