د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

sadiq_admin
Tue, Mar 16 2021 9:38 AM
ss

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه، چې مرستیالانو، رییسانو، مشاورینو او نورو مسولینو پکې ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي فاروقي له جمهور رئيس سره د شهيدانو ورثې او معلولينو ناسته ګټوره وبلله وويل: د شهيدانو او معلولينو لپاره د حکومت رهبري د لا زياتې پاملرنې را خپلولو لپاره بايد ژر تر ژره د وزارت د پرمختګونو، لاسته راوړنو، اړتياوو او غوښتنو ټوليز راپور چمتو او د جمهوري رياست عالي مقام ته ولېږل شي، څو د کابينې په ناسته کې هراړخيز بحث ته وړاندې شي.

ښاغلي فاروقي د همغږۍ پیاوړتیا، د عدالت، روڼتیا، سیستم تطیبق، فساد سره مبارزه او د چارو منظمول، خپل دیني او وظیفوي مسولیتونه وګڼل زیاته یې کړه، چې ټولې چارې به د ورکړل شویو صلاحیتونو او قانون پر بنسټ ترسره او هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې فساد او نورو ناقانونه کړنو ته لاره هواره کړي. د دې تر څنګ یې ټولو مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې په یاد ډول خپل مسولیتونه په صادقانه ډول ترسره کړي، تر څو د شهیدانو کورنۍ او معلولین پر خپل وخت له حقوقو او امتیازاتو برخمن شي.

په دغه ناسته کې د عوایدو د حساب پرانيستلو، د ولایتي روزنيزو ورکشاپونو د تنظیم او څرنګوالي او د دې وزارت د فصلنامې د رامنځته کولو په اړه بحث وشو.

په پای کې، ښاغلي فاروقي اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې د وضعیت د ښه والي او لا اسانه کولو لپاره تصویب شوې مسلې پلي کړي.

نوموړي یوځل بیا بیروکراسي او په اداره کې د زړو سیستمونو کارول د منلو وړ نه وبلل او د ښې حکومتدارۍ او د نوې ټکنالوژۍ او میتودونو کارولو لپاره یې د اړينو لارښودونو چمتو کولو لارښوونه وکړه.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS