د شهیدانو د درنې ورثې د پام وړ!

sadiq_admin
f

خبرتیا

د شهیدانو د درنې ورثې د پام وړ!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د هېواد خصوصي پوهنتون ادارې د یوې هوکړې پر بنسټ، لوړو زده کړو ته د شهیدانو د درنې ورثې د لاسرسي په موخه د ځانګړي تخفیف له مخې د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځیو کې (۳۰۰) تحصیلي بورسونه منظور کړي دي.

یاد پوهنتون د شهیدانو د کورنیو ښځینه غړو ته ۶۰ سلنه او نارینو ته ۴۰ سلنه تخفیف په پام کې نیول دی. د شهیدانو هغه وارثین، چې په شرایطو برابر دي کولای شي د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې تر ۱۵ نېټې پورې خپل اسناد د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو ریاست ته وسپاري.

شرایط:

- د شهید وارث باید له دوولسم ټولګي فارغ وي

- د شهادت کتابچه له ځان سره ولري

اړین اسناد:

- د تابعیت تذکره

- د دوولسم ټولګي شهادتنامه

- او د شهادت کتابچې کاپي

د نورو معلومات لپاره په لاندې ادرسونو اړیکه ونیسئ:

شمېره: 0203211811 - +93707874473

برېښنالیک: Departmentofsocialmmd@gmail.com

تاسې کولای شئ د برېښنالیک له لارې هم خپل اسناد راولېږئ او د ۷۱۷ شمېرې په وسیله د وزارت د اړیکو مرکز څخه معلومات ترلاسه کړئ.

د شکایت پر مهال لاندې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:

0786909095

Latest announcements

Sat, Dec 14 2019 1:19 PM
Background image

Examination of Scholarships and Completion Processes Submitted to the MHE

Examination of Scholarships and Completion Processes Submitted to the Honorable Ministry of Higher Education

Thu, Nov 28 2019 9:52 AM
Background image

Bachelor scholarships for Heirs of Martyrs & Disable people (Civilians)

India has announced 35 Bachelor scholarships for Heirs of Martyrs & Disable people (Civilians)

Thu, Nov 28 2019 9:45 AM
Background image

Bachelor Scholarships for Heirs of Military Martyrs

India has announced 377 Bachelor Scholarships for Heirs of Military Martyrs

Back to announcements