د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند دایکندي ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
Tue, Apr 21 2026 10:25 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود او ځينو نورو آمرینو یې ملتیا کوله، د شهیدانو کورنیو او معلولینو د وضعیت د ارزونې په موخه یې دایکندي ولایت ته سفر وکړ، هلته یې د دایکندي ولایت والي محترم الحاج مولوي تورجان احمدي او یو شمېر نورو مسئولینو په حضور کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته ترسره کړه.

محترم وزیر صاحب په دې لیدنه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی پیغام د دایکندي ولایت ولس او په ځانګړي ډول د شهیدانو درنو کورنیو او معلولینو ته ورساوه او څرګنده یې کړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د هدایت پر اساس یې یاد ولایت ته سفر کړی دی، تر څو د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو وضعیت له نږدې وڅېړي، د هغوی ستونزې واوري او د حل لپاره یې لازم او عملي اقدامات ترسره کړي.

همداراز د دایکندي ولایت والي محترم الحاج مولوي تورجان احمدي، محترم وزیر صاحب ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې د شهیدانو له کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې لیدنه، د هغوی د احوال اخیستل او د غوښتنو اورېدل ډېر ارزښت لري. هغه ټینګار وکړ چې د یاد ولایت ولس ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري او په دې برخه کې باید لا زیاتې هڅې وشي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د محترم وزیر صاحب د سفر د موخو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دې سفر اصلي موخه د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې لیدنه او د ریاست له چارو څخه ارزونه ده.

د یادونې وړ ده چې محترم وزیر صاحب تر دې وړاندې بامیان ولایت ته یې هم سفر کړی وو، هلته یې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري وړاندې شویو خدمتونو له بهیر ارزونه ترسره کړې وه او یو شمېر شهیدانو کورنیو او معلولینو سره یې له نږدې کتلي وو.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS