د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۵۰) مستحقو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (IHH) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۲۵۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي ځینې نور خوراکي توکي هم شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم آمر محترم صفي الله سدید او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.
