د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغې کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د اداري نظم پر اهمیت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو چارو ته د ښې رسیدګۍ په اړه خبرې وکړې او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په بشپړې ژمنتیا او همغږۍ سره ترسره کړي.
همداراز په دې غونډه کې د مراجعینو سره د ښه سلوک او د کارونو د چټکتیا په برخه کې کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
د غونډې په پای د اړوندو برخو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ په هکله ټینګار وشو او د کارکوونکو د صادقانه هڅو قدرداني هم وشوه.
