په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره میاشت مستحقو کسانو ورکول کېږي د هرې کونډې لپاره (۷۰۰۰) افغانۍ او د هر یتیم لپاره (۷۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې دي، په منظم ډول (۱۵) تنو کونډو او (۶۰) تنو یتیمانو ته ووېشل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د ځدراڼ ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیر محترم مولوي محمد حنیف افغان او د خیریه بنسټ مسؤلینو شتون درلود.
