په بامیان ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

asad_admin
Wed, Dec 10 2025 9:33 AM
mmd

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د باميان ولايت والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم علي خان احمدي، د استخباراتو رياست استازي او د خيريه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

محترم علي‌خان احمدي د وزارت مقام د ځانګړې پاملرنې او د خیریه موسسې له همکاريو څخه د مننې تر څنګ، له مسؤلينو غوښتنه وکړه چې د ټولنې له زیانمن شوي قشر په ځانګړي ډول معلولینو، یتیمانو او کونډو سره لازمې مرستې ترسره کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS