د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
Sun, Oct 05 2025 9:21 AM

د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې غونډه په ترڅ کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د شهیدانو او معلولینو وزارت اړوند د خالي بستونو د ازموینې اخیستلو پر څرنګوالي، د کارکوونکو د دندو لایحو د ژباړلو او د آمریتونو د مسؤلیتونو لارښود د ترتیبولو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

همدارنګه ولایتونو ته د تصفیې منظور شویو فورمو د مکتبونو د استولو او د کارکوونکو د حاضری په هکله د کار او ټولنیزو چارو وزارت د استعلامونو د ځوابولو په اړه کارکوونکو ته لازم هدایات ورکړل شول.

د دې ترڅنګ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۵۰) تنو کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیتونو لوړونې پروګرامونو د دایرولو پر څرنګوالي او د کارکوونکو د چارو ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ته د ستاینلیکونو د ورکولو په هکله هم خبرې وشوې.

همداراز د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه هغوی ته د محترم مولوي محمد موسی صدیقي له لوري لازمې لارښوونې وشوې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS