د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ترسره شویو کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
Sat, Jul 26 2025 4:06 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم محمد یاسین ادیب او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي پیل کړه.

د دې بررسي اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د مخکیني پلاوي سپارښتنو تعقیبول، د وړاندې شویو خدمتونو  د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې شته ستونزې او نیمګړتیاوو وپیژندل دي.

په پام کې ده چې یاد پلاوی به د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت بهیر او د یاد ریاست له نورو اداري چارو څخه په هر اړخیز ډول بررسي ترسره کړي او پایلې به یې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS