د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
Tue, Jul 01 2025 10:26 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو  پلاوي چې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي او محترم صفي الله وصال یې ملتیا کوله، د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې ترسره شوي فعالیتونه او کړنې په هر اړخیزه توګه وڅيړلې.

یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه او  همداراز د اداري برخو څخه په دقیق ډول بررسي او ارزونه ترسره کړه.

نورستان ولایت ته د کورنۍ پلټنې پلاوي د سفر اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته نیمګړتیاوو پيژندل وو، چې د یادې بررسي د پایلو راپور به د وزارت له مشرتابه سره شریک شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS