د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي او محترم صفي الله وصال یې ملتیا کوله، د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې ترسره شوي فعالیتونه او کړنې په هر اړخیزه توګه وڅيړلې.
یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، د هغوی د تثبیت او ثبت پروسه او همداراز د اداري برخو څخه په دقیق ډول بررسي او ارزونه ترسره کړه.
نورستان ولایت ته د کورنۍ پلټنې پلاوي د سفر اصلي موخه د سپارل شویو دندو او مسؤلیتونو له ترسره کولو څخه ډاډ ترلاسه کول، د وړاندې شویو خدمتونو په برخه کې د شفافیت معلومول او یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د شته نیمګړتیاوو پيژندل وو، چې د یادې بررسي د پایلو راپور به د وزارت له مشرتابه سره شریک شي.