په ارزګان ولایت کې (۳۹۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
Tue, Jul 01 2025 9:07 AM
mmd

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۹۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عتیق الله منظور یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په برخه کې د خیریه مؤسسې هڅې هم وستایلې او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې ډاډ یې ورکړ چې د وزارت رهبرۍ تل هڅه کوي چې د دوی لپاره د ژوند لازم امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS