په ارزګان ولایت کې (۳۹۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۷
mmd

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۹۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو، په منظم او شفاف ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عتیق الله منظور یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ په برخه کې د خیریه مؤسسې هڅې هم وستایلې او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې ډاډ یې ورکړ چې د وزارت رهبرۍ تل هڅه کوي چې د دوی لپاره د ژوند لازم امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۰:۲۶
Background image

د نورستان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو  پلاوي چې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون او یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ په ياد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۷
Background image

په ارزګان ولایت کې (۳۹۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۹۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او درې ډوله نور. . .

BACK TO NEWS