د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
Sun, Mar 23 2025 12:46 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې د مسؤل محترم محمد نعیم روحاني ترمنځ لاسلیک شو، چې پر اساس به یې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې (۲۳۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي.

محترم ملا صدو خان حق شناس د هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال یتیمانو او معلولینو ته د مرستو د چمتو کولو په پار د یادې خیریه مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه، او له هغه یې وغوښتل چې د ټولنې د دې اړمن قشر لپاره لازیاتې مرستې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې یاده پروژه د یوې میاشتې په موده کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به تطبیق شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS