په ننګرهار ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
Sat, Mar 15 2025 10:10 AM
mmd

د شهيدانو ورثه ؤ او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه د کامه ریليف خیریه مؤسسې له لوري د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو میرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه بېلابېل خوراکي او غیرخوراکي توکي شامل وو، ووېشل شول.

د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم محمد صابر ځواک یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د لازياتو مرستو پر چمتو کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: زموږ اساسي موخه د دې قشر خدمت کول او هغوی ته د ژوند اسانتیاوو برابرول دي، هڅه کوو چې د خیریه بنسټونو او مرستندویه مؤسسو په همغږۍ دوی ته لازمي مرستې برابرې شي ترڅو وکولای شو هغوی ته لازمه پاملرنه وکړو او د ژوند په چارو کې یې په ښه توګه لاسنیوی وکړو.

د یادونې وړ ده چې د مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم حاجي فيض الله جواد او د مؤسسې مسؤلينو هم شتون درلود.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS