د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د معلولینو چارو ریاست نوی رئیس معرفي او په کار یې پیل وکړ

asad_admin
Sun, Feb 02 2025 9:49 AM
mmd

د معرفي په دې غونډه کې، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د معلولینو چارو د محاسبې آمر محترم مولوي قدرت الله او اړوندو کارکوونکو شتون درلود.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او وړاندیز، د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس، محترم مولوي شاه ولي چې تر دې وړاندې په یاد وزارت کې د آمر په توګه دنده ترسره کوله، د معلولینو چارو د نوي رئیس په توګه، همداراز محترم قاري عبدالکریم حلیمي چې د معلولینو چارو په ریاست کې یې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله،  د نوي آمر په توګه، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان لخوا اړوند کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د معرفي په غونډه کې، محترم مولوي کلیم الله افغان د حکومتولۍ په برخه کې تغییر، تبدیل، تنزیل او ترفیع یو مهم اصل وباله. هغه معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د معلولینو چارو د پخواني رئیس هلې ځلې وستایلې. همداراز، نوي رئیس ته یې د چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

همداراز، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کول یو ستر مسؤلیت وګڼل او زیاته یې کړه: د مسؤلیتونو درک او پېژندل د هر کارکوونکي او ادارې لپاره بنسټیز اهمیت لري او د چارو په ترسره کولو کې د اصولو مطابق د ورسپارل شویو دندو ترسره کول، د کارکوونکو ترمنځ د پوره همکارۍ او همغږۍ رامنځته کول، د وخت ښه مدیریت او پېژندنه، د مراجعینو سره ښه چلند، د دندو لایحو او کاري پلان سره سم د ورسپارل شويو مسؤلیتونو ترسره کول یې د بریالي مدیرانو د مهمو ځانګړنو په توګه یاد کړل.

نوموړي له نوي رئیس څخه وغوښتل تر څو خپلې ورسپارل شوې دندې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سرته ورسوي، هغه همدا راز د یاد ریاست کارکوونکو ته هم سپارښتنه وکړه، تر څو له نوي ټاکل شوي رئیس سره د رسمي چارو په ترسره کولو کې پوره همکاري وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS