د نوي رئیس په معرفي غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، ځينو آمرینو او د اړوند ریاست کارکوونکو ګډون کړی وو.

nasrat_admin
Sun, Sep 22 2024 11:20 AM
mmd

محترم مولوي عبدالغفار قريشي د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او وړاندیز پر اساس د تخار ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست، د نوي رئیس په توګه د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست له خوا د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د معرفي په پروګرام کې محترم مولوي شاه محمد دوست د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو له نوي رئیس څخه وغوښتل چې د وزارت د منظور شوې طرحې سره سم    یتیمانو، کونډو او معلولينو ته میاشتنۍ نغدي مرستې ترسره کړي او ورسپارل شوي مسؤلیتونه د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د مشرتابه په همغږۍ سره سرته ورسوي.

هغه له یو شمېر یتیمانو  او دشهيدانو له ورثه وو سره هم وکتل او د  هغوی  ستونزې مشکلات يې واوريدل.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS