د شهيدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فاریاب ولایت ته سفر وکړ

nasrat_admin
Wed, Aug 28 2024 9:11 AM
mmd

د شهيدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې په دې سفر کې يې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئيس محترم مولوي محمد امین دروېش، د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد، د ډېټابېس او معلوماتو رياست د پروژې مالي مسؤل محترم مولوي شبیر احمد خادم یې ملتیا کوله، د فارياب ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د کاري بهیر د ارزونې تر څنګ، د دې ولايت په قیصار، شیرین تګاب، پشتون کوټ او ګرزيوان ولسوالېو کې د فدايانو کورنېو، د متعددو شهیدانو کورنېو او د هغو معلولینو سره چې د تېر شل کلن جهاد پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې، هغوی ته یې د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کړل او ورسره یې یوه اندازه نغدي مرستې هم  ترسره کړې.

محترم وزیر صاحب د شهیدانو له کورنېو سره په کتنه کې وویل: په هېواد کې اسلامي نظام د مجاهدینو د سرښندنو او قربانېو په برکت منځ ته راغلی او د اسلامي امارت مسؤلین ژمن دي چې د شهیدانو کورنېو او معلولینو ته ګټور او شفاف خدمتونه وړاندې کړي.

 همداراز د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین درویش د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت شویو آمارو او ارقامو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وې ویل: دې وزارت د مرکز په ګډون په ټولو ولایتونو کې ( ۶۵۳) زره او (۲۶۵) تنه یتیمان، کونډې او معلولین ثبت او راجسټر کړې دي او د فارياب ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو  ریاست ته (۳۰۰) میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه چې له هغې جملې څخه (۲۴۰) میلیونه افغانۍ د روان مالي کال په لومړیو شپږو مياشتو کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د میاشتنۍ نغدي مساعدتونو په توګه مصرف شوي دي.

نوموړي همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته  د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړې په بهیر کې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ویې ویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له هر ډول تبعیض پرته د منظور شوې طرحې سره سم مستحقینو ته نغدي مرستې په مساوي ډول حواله کوي.

د یادولو وړ ده چې محترم وزیر صاحب له دې وړاندې بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو ته هم سفر کړی وو چې د دې سفرونو  په ترڅ کې یې د شهيدانو او معلولینو چارو ریاستونو کاري بهیر څخه ارزونه ترسره کړه، او د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو ته یې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازم هدايات ورکړل.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS