د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له مرستیال سره وکتل

nasrat_admin
Tue, May 07 2024 1:10 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له مرستیال محترم هرالډ میناردټ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، په دې کتنه کې د دې وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، په افغانستان کې د خوړو نړېوال پروګرام ارتباطي مسؤل محترم حمیدالله افغان او د خوړو نړېوال پروګرام د اضطراري برخې مسؤل محترم خالد نورزاد حضور درلود.

په پېل کې محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د یتیمانو، کونډو او معلولینو په وړاندې پرتو ستونزو او ننګونو ته اشاره وکړه او یې ویل: په دې هېواد کې د نورو هېوادونو په پرتله ډیری خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د دې لامل دا دې چې په تېرو څو لسیزو کې افغانانو ملت ته د خدمت کولو او د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې ډیرې قرباني ورکړې دي او نن ورځ هغوی له مالي اړخه کمزوري پاتې دي او په کار ده چې هغوی ته د مرستو رسولو زمینه برابره او په سمه توګه د هغوی لاسنیوی وشي.

د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال په اسلامي امارت کې د ښځینه ؤ حقوقو ته د ځانګړې پاملرنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه: د اسلامي امارت د رامنځته کیدو یوه اساسي موخه هم له شرعي او انساني اړخه د ښځینو د حقوقو څخه دفاع او د هغوی د عزت او شرافت ساتل وو، او کومې ناروا کړنۍ او ظلمونه چې د ښځو په وړاندې کیدل، د ظلمونو څخه ښځو ته نجات ورکړل شول.

محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د خوړو نړېوال پروګرام له مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په هېواد کې له شپږ لکه څخه زیاتو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته میاشتنې نغدي مرستې ورکوي، او دا به غوره وي چې د خوړو نړېوال پروګرام له دې وزارت سره په همغږۍ یادو کسانو ته چې د ټولنې تر ټولو اړمن قشر دې هغوی ته لومړیتوب ورکړي او په دې ډول به د هغوی پر وړاندې شته ستونزې له منځه یوړل شي او مرستې به واقعي مستحقینو ته ورکړل شي.

په دې کتنه کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مرستیال محترم هرالډ میناردټ د دې پروګرام په موخو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: د خوړو نړېوال پروګرام یواځیني او اساسي موخه دا ده چې د نړې په سطح  آسیب پذیره او اړمنو خلکو ته په اضطراري حالاتو کې بشري مرستې ورسوي او هغوی لپاره غذایي امنیت او مصؤنیت رامنځته کړي.

هغه همداراز وویل: د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې په روان کال کې به شپږ میلیونه کسانو ته د دوبي په موسم کې او یوولس میلیونه نورو اړمنو خلکو ته د ژمې په موسم کې بشري مرستې چمتو کړي نوموړي زیاته کړه: یاد پروګرام معلولینو او بی سرپرسته کورنېو ته د مرستو په رسولو کې لومړیتوب ورکوي او د دې وزارت سره په همغږۍ مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو د مرستو په رسولو پوره پاملرنه وشي.

د دې کتنې پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په ښه او شفافه توګه د مرستو د رسولو په څرنګوالي خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره دې وزارت پرته له هر ډول تبعیض څخه د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې د اسلامي امارت، د تېرې ادارې د وژل شویو نظامیانو او ملکي یتیمان، کونډې او معلولین ثبت کړې دي. هغه د خوړو نړېوال پروګرام له مسؤلینو څخه وغوښتل ترڅو خپلې مرستې د دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي.

همداراز د دې وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس یتیمانو او معلولینو د اقتصادي ځان بساینې په برخه کې د حرفوي پروګرامونو د دایرولو په اهمیت خبرې وکړې او د خوړو نړېوال پروګرام له مسؤلینو یې وغوښتل تر څو په یاده برخه کې هم دې وزارت سره همکاري وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS