د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

nasrat_admin
Sat, Jan 27 2024 10:45 AM
mmd

یاده غونډه چې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د یاد ریاست د استخدام آمر محترم محمد انور سخي زاده، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي، د ظرفیت لوړولو او اداري پراختیا ‌آمر محترم عزیز احمد احمدی او د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي د دې ریاست په اړوند موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دې غونډې د جوړیدو اصلي موخه په دې ریاست کې د تېرو اونېو په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو ارزونه او همدارنګه په روانه اونۍ کې د چارو ښه ترسره کول دي.

په دې غونډه کې د بشري سرچینو ریاست اړوند کارکوونکو ته دنده وسپارل شوه تر څو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۱۴۰۳) کال په تشکیل کې د زیات شویو بستونو او همدارنګه د بالمقطع او (NTA) بستونو لپاره د دندو لایحې جوړې کړي او د دې ترڅنګ هغه د دندو لایحې چې ژباړلو ته اړتیا لري له پښتو ژبې څخه دري ژبې ته او له دري ژبې څخه پښتو ته وژباړل شي.

په دې غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د عربي او انګلیسي ژبو د زده کولو په موخه د روزنیزو پروګرامونو او همداراز په ولایتونو کې د وزارت اړوند ریاستونو مالي او اداري مدیرانو د کاري وړتیا لوړولو په موخه د اداري مراسلاتو په برخو کې د ورکشاپونو د جوړیدو پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

د یادې غونډې په پای کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یاد ریاست اړوند کارکوونکو له خوا د چارو د ښه ترسره کولو له امله مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل ترڅو ورسپارل شوې دندې په پوره اخلاص او همغږۍ ترسره کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS