د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې زرو (۱۰۰۰) تنو اړمنو یتیمانو، کونډو او معلولینو د ژمنېو توکو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
Tue, Nov 14 2023 2:41 PM
mmd

یوې خیریه مؤسسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ پر زرو تنو (۱۰۰۰) یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د ژمنېو توکو مرستې چې په هغه کې کمپلۍ او البسه شاملې وې، پر مستحقو کسانو باندې وویشلې.

د یادو مرستو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم، د څارنې او ارزونې ریاستونو کارکوونکو او د خیریه مؤسسې ځینو مسؤلینو ګډون درلود.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش د یادې مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او پر نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو یې غږ وکړ چې د دې اړمن قشر( یتیمانو، کونډو او معلولینو) سره مرسته او دهغوی لاسنیوی وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS