د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت یوه پلاوي په خوست ولایت کې د یاد وزارت اړوند ریاست کړنې او فعاليتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل

nasrat_admin
Thu, Aug 31 2023 11:23 AM
mmd

د یاد وزارت د معلولینو د توانبخشۍ رئيس ښاغلي مولوي عبدالنافع منتفع په مشرۍ پلاوی چې په ترکیب کې د مالي او حسابي چارو ریاست د بودیجۍ آمر ښاغلی محمد ادریس او د معلولینو چارو ریاست د تأدیاتو څانګې مدیر ښاغلی محمد عتیق شامل وو، د خوست ولایت  د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کړنې او فعاليتونه یې په هر اړخیزه توګه وڅیړل.

یاد پلاوي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړۍ څرنګوالی،  اجرا شوې حوالې، بانکي راپورونه وکتل او د معلولینو او یتیمانو د میاشتنۍ نغدي مرستو د ورکړۍ په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو په موخه یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په هکله پوښتنې وکړې.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS