د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د یونیسف د ټولنیز خوندیتوب د څانګې له مشر سره وکتل.

nasrat_admin
Tue, Sep 20 2022 2:43 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي عبدالرزاق آخند د یونیسف د ټولنیز خوندیتوب د څانګې له مشر سټینلي ګواویا سره په خپل کاري  دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم آغا، د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسئول مفتي فیصل، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډیټابیس رئیس ملا رحمت الله خالد هم ګډون درلود د سټینلي ګواویا د یونیسف د ټولنیز خوندیتوب د څانګې مشر او د یونیسف د پالیسۍ او اقتصادي متخصص کنډي کلیمو سره په بېلا بېلو برخو کې خبرې اترې وکړې.

د غونډه په پیل کې مولوي عبدالرزاق آخند د یتیمانو او معلولینو پر وړاندې د شته ننګونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: "معلولیت لرونکي وګړي  او یتیمان د سرپناه د نشتوالي، حرفوي زده کړو ته د نه لاسرسي او همدارنګه د اقتصادي ستونزو سره مخ دي نو له دې امله د مرستندویه بنسټونو او موسسو څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې له معلولینو او یتیمانو سره مرسته وکړي".

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال همداراز د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د یونیسف د ټولنیزخوندیتوب له مشر څخه یې وغوښتل ترڅو معلولیت لرونکو کسانو ته د درملنې او مصنوعي غړو د جوړونې په برخه کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

نوموړي  د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په ډيټابيس کې د معلولينو او يتيمانو د ثبت يادونه وکړه او ويې ويل: دغه وزارت په پام کې لري چې د جعلکارۍ د مخنيوي په موخه د مرکز په ګډون د هېواد په لسو ولايتونو کې د بايوميټريک سيستم فعال کړي.

په دې کتنه کې د یونیسف د ټولنیز خوندیتوب د څانګې مشر سټینلي ګواویا هم د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې پرتې  ستونزې او ننګونې واورېدې او په یاده برخه کې د هراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS