د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د اروپايي ټولنې د ټولنیزې پراختیا له رئیس سره وکتل

nasrat_admin
Wed, Jun 08 2022 2:02 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي  شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د اروپايي ټولنې د ټولنیزې پراختیا څانګې له مشر ښاغلي ویم ریپما سره وکتل.

 

په دې کتنه کې د اروپايي ټولنې د ټولنيزې  پراختيا د څانګې مشر ښاغلي ويم ريپما له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې د اروپايي ټولنې د مرستو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه: اوس هم اروپایې ټولنه د بشري مرستو په برخه کې د دې هېواد له خلکو سره خپلو مرستو ته ژمن دي.

 

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلي شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني هم د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې، او له ښاغلي ویم ریپما څخه یې وغوښتل چې د معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو زمینه او همدارنګه د ویلچیرونو  او هغوې ته د مصنوعي غړو د جوړونې زمینه برابره کړي.

 

د اروپایې ټولنې د ټولنیزې پراختیا رئیس ښاغلي ریپما هم د معلولیت لرونکو وګړو سره پر اوږدمهاله مرستو ټینګار وکړ، او ژمنه یې وکړه چې معلولیت لرونکو وګړو ته به د ښه ژوند کولو او همدارنګه د حرفوي زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS