د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
Mon, Apr 11 2022 9:06 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ او د یاد وزارت دمرستیالانو او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

دا غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې ناسته کې د شهیدانو او معلولینو وزارت د بیارغونې په ریاست کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د مصنوعي غړو جوړول ، د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو لپاره د کتابچې او پيژندکارټونو جوړونه او همدارنګه په ولایتونو کې د شهیدانو د وارثینو د تثبیت شویو فورمو مرکز ته د لیږدولو په اړه خبرې وشوې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت  سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید آخند په هغو ولایتونو کې چې د معلولیت لرونکو وګړو د تثبیت بهیر بشپړ شوی، د یتیمانو د ثبت بهیر د پیل په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د شهیدانو د وارثینو د نوم لیکنې بهیر دې ژر  پیل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ملاتړ او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي شیخ عبدالحکیم حقاني هم د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته د پیژند کارټونو او کتابچې د جوړونې په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې معلولیت لرونکو وګړو او یتیمانو ته پیژند کارټ او کتابچې د اسلامي امارت د سیسټم سره سم جوړ او د تثیبت پروسې څخه وروسته د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته ورکړل شي.

د غونډۍ په پای کې د کابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو  رييس ښاغلي قاري شمس الامين زهير هم د شهيدانو د وارثینو د ثبت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړه او زیاته یې کړه  چې په کابل ولايت کې د شهيدانو د وارثینو د ثبت درې زره فورمې بشپړې شوې دي. چې د اوونۍ په دوه ورځو کې  ( چهار شنبې او پنج شنبې) د معلولینو د نوم لیکنې او نورې پاتې ورځې د یتیمانو نوم لیکنې ته ځانګړې شوي دي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS