د معلوليت لرونکو وګړو د بياپياوړتيا برخه خورا مهمه ده او په دې تړاو به کوټلي ګامونه پورته شي

sadiq_admin
Sat, Jun 12 2021 4:17 PM
d

د معلوليت لرونکو وګړو د بياپياوړتيا برخه خورا مهمه ده او په دې تړاو به کوټلي ګامونه پورته شي

نن شنبه د غبرګولي په ۲۲ مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د مشرانو جرګې سناتورې آغلې ملیحې جامي په ګډون، د اورتوپيدي او فزيوتراپي متخصصينو سره وکتل او د معلوليت لرونکو وګړو د بياپياوړتيا په برخو کې يې د شته فرصتونو، لاسته راوړنو او ستونزو په تړاو خبرې وکړې.

په پيل کې د ناستې ګډونوالو په نوبت د معلوليت لرونکو وګړو د بياپياوړتيا او فزيکي رغونې په هکله خپل نظرونه، غوښتنې، ستونزې، مشورې او وړانديزونه شريک کړل او په دې برخه کې له وزارت څخه د همغږۍ، ګډکار او خدمتونو د پراختيا غوښتونکي شول.

د دوی په خبره، چې د معلوليت لرونکو وګړو د بياپياوړتيا په برخه کې شوي کارونه بسنه نه کوي او دغه خدمتونه بايد پراخ، باکيفيته او چټک شي.

د ارتوپيدي او فزيوتراپي متخصصينو له ښاغلي فاروقي څخه هيله وکړه، چې د معلوليت ملي ستراتيژي د پلې او د معلوليت لرونکو وګړو لپاره دې ټولشموله پاليسي جوړه شي، څو پر بنسټ يې د معلولينو لپاره د بياپياوړتيا په برخه کې هم اړينې اسانتياوې بربرې شي.

ورپسې د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د دوی نظرونه، غوښتنې او وړانديزونه پرځای او مهم وګڼل او په دې تړاو يې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې که څه هم په افغانستان کې څلور لسيزې روانې جګړې او ناورين د دولت سرچينې او امکانات محدود کړي؛ خو د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ژمن دی، چې د ټولنې زيات اغيزمن او جګړې ځپلي قشر لپاره د ژوند اسانتياوې برابرې کړي او د هغوی ستونزو ته رسيدنه وکړي.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، چې د معلوليت ملي ستراتيژي بشپړه شوې او د جلالتمآب ولسمشر تر توشیح وروسته د پلې کيدو وړ ده.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د معلوليت لرونکو وګړو د بياپياوړتيا او فزيکي رغونې برخې ته به پاملرنه زياته کړي او په دې تړاو به اړونده چارواکو ته د لازمو اقداماتو د ترسره کیدو لارښوونه وکړي.

په پای کې ښاغلي فاروقي د همغږۍ پر زياتوالي، ګډکار او هراړخيزې همکارۍ ټينګار وکړ او له يادو متخصصينو څخه يې وغوښتل، چې د معلولينو د بياپياوړتيا په برخه کې د چارو د ښه والي، چټکتيا او روڼتيا په تړاو له وزارت سره همکار پاتې شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS