د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د بلومونت مؤسسې له رييس سره په ليدنه کې د همغږۍ پر زياتوالي او ګډکار ټينګار وکړ

sadiq_admin
Wed, Jun 09 2021 11:57 AM
ل

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د بلومونت مؤسسې له رييس سره په ليدنه کې د همغږۍ پر زياتوالي او ګډکار ټينګار وکړ

سه شنبه_ ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۰

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي له ملکي جګړو ځپلو وګړو سره د مرستې برنامې او بلومونت موسسې رييس زارکو دراګانيک او ورسره مل پلاوي سره وکتل.

ښاغلي فاروقي په دې ليدنه کې د همغږۍ پر پياوړتيا، د دواړو اړخونو ترمنځ د ګډ کار پر څرنګوالي او د اغيزناکو مرستو پر لا زياتوالي يې ټينګار وکړ.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د یادې مؤسسې له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ، له ملکي جګړو ځپلو وګړو سره د دوی له مرستو او هڅو مننه وکړه او دغه ډول ګډ کار او همکارۍ يې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو پر ژوند د مثبت اغيز لامل وګڼلې.

نوموړي زياته کړه، چې د وزارت دنده يوازې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د حقوقو ورکړه نه ده؛ بلکه د ځانبساینې، بياپياوړتيا، د وړتيا لوړونې برنامو پر لاره اچول، د معلوليت ملي ستراتيژۍ پلي کول او د ژوند په نورو برخو کې د هغوی لپاره د خدمتونو وړاندې کول يې له مهمو مسوليتونو څخه دي.

د ښاغلي فاروقي په خبره، چې د ظرفيت لوړونې په برخه کې ګډکار ته اړتيا ده، تر څو له شرايطو سره سم د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د قناعت وړ خدمتونه وړاندې کړای شو.

همدارنګه ښاغلي فاروقي له جګړو ځپلو سره د لا زياتو او دوامداره مرستو کولو باندې ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د بلومونت مؤسسې له مشرتابه څخه د زياتې او ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې ښاغلي دراګانيک د وزارت له همکاريو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دوی به له وزارت سره د ظرفيت لوړونې، له جګړو ځپلو سره د مرستو او عامه پوهاوي په برخو کې لازمه همکاري وکړي.

د ناستې په بهير کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې آغلې صبرۍ اندړ او نورو ګډونوالو هم خبرې وکړې او د همغږۍ زياتولو او ګډکار په تړاو يې خپل نظرونه شريک کړل.

په پای کې ښاغلي فاروقي د وزارت اړونده چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې له يادې مؤسسې سره له نږدې کار وکړي او چارو د ښه والي په پار ور سره همغږي واوسي او په ګډه کارنده پلانونه جوړ او پلي کړي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS