د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له همکارو موسسو سره د همغږۍ ناسته وکړه

sadiq_admin
Mon, May 10 2021 9:21 AM
uh

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له همکارو موسسو سره د همغږۍ ناسته وکړه

نن يکشنبه د غويي په ۱۹مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ په مشرۍ د وزارت په غازي امان الله خان تالار کې د معلوليت په برخه کې له همکارو نړيوالو او کورنيو موسسو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

د ناستې په پيل کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت تخنيکي سلاکار حبيب خان ځاځي، ګډونوالو ته د معلوليت ملي ستراتيژۍ په تړاو په لنډ ډول معلومات ورکړل او د پلې کولو په برخه کې يې له ملاتړو موسسو د همکاريو غوښتنه وکړه.

د ځاځي په خبره، چې د معلوليت ملي ستراتيژۍ په پلې کولو سره به د معلوليت لرونکو وګړو د روغتيا، زدکړو، کارموندنې، فزيکي لاسرسي، ټولنيز ګډون، ورزش، بياپياوړتيا، ځان بساينې او عدالت ته د لاسرسي په برخو کې د ستونزو هواري سبب وګرځي.

د ملاتړو او همکارو موسسو استازو هم هر يوه په خپل وار د همغږۍ په زياتوالي، همکارۍ او ګډکار ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې له وزارت سره په همغږۍ به د معلوليت لرونکو وګړو د ژوند اسانتياوو برابرولو لپاره په کډه کار او هڅو ته دوام ورکوي.

دوی د معلوليت ملي ستراتيژۍ د پلې کولو او نورو اړونده خدمتونو ترسراوي په تړاو د دولت په کچه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت ته ځانونه مسوول وګڼل او په دې هکله يې د هر ډول ژمنتيا ډاډ ورکړ.

په پای کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ د بحث په ډلبندۍ سره وويل، اوسمهال تر بل هر وخت په افغانستان کې د ملاتړو نړيوالو او کورنيو موسسو او مرستندويه بنسټونو سره همغږي زياته شوې او د لا پياوړتيا لپاره به يې مهم ګامونه پورته شي.

نوموړې زياته کړه، چې لا هم په ځينو برخو چې ستونزې شته او دا ډول پرله‌پسې ناستې، د ستونزو شريکول او د نظرونو تبادله به يادې ستونزې راکمې او حل کړي.

آغلې اندړ معلوليت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کول او ستونزو ته رسيدنه د وزارت کاري لومړيتوبونه وګڼل او په دې تړاو يې د هر ډول لازمو اجرااتو د ترسراوي ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS