د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د جمهور رییس لومړی مرستیال سره وکتل

sadiq_admin
Wed, Mar 17 2021 9:09 AM
yt

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د جمهور رییس لومړی مرستیال سره وکتل

د ناستې په پیل کې ښاغلي فاروقي د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د ځانګړې پاملرنې له امله جلالتمآب امرالله صالح له همکاریو مننه وکړه.

ښاغلي فاروقي له جلالتمآب ولسمشر سره د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ناستې په اړه معلومات وړاندې کړ ویې ویل: د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو په شپږو کاري کمیټو کې له ګروپي کار وروسته خپلې ستونزې او غوښتنې جلالتمآب ولسمشر ته وړاندې کړې. ښاغلي فاروقي وویل: له فساد څخه د مخنیوي او د خدمتونو د چټکتیا په موخه د برېښنایي سیستم تطبیق لپاره پلانونه جوړ شوي، د الیکترونیکي تذکرو ویش په چټکه توګه دوام لري او د اسنادونو د څیړنې پروسه هم تر ډیره تکمیل شوی.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه: د تحصیلي بورسیو ورکړه، کارموندنه، ظرفیت لوړونه، د معلولیت لرونکو وګړو په ټولنه کې ادغام او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره د همکاریو لپاره اساسي ګامونه پورته شوي. د معلولینو د لس کلنې ملي ستراتیژي مسوده نهايي او د تطبیق لپاره يې د عمل پلان جوړ شوی، د حقوقو او امتیازاتو قانون د تعدیل طرحه عدليي وزارت ته لېږل شوې او د معلولیت لرونکو ملي فدراسیون لپاره د ټولو مدني بنسټونو تر مینځ همغږي رامینځته شوې ده.

ښاغلي فاروقي د خبرو په ترڅ کې د وزارت بودیجوي او تشکیلاتي ستونزې جلالتمآب امرالله صالح سره شریکې کړې او هیله یې څرګنده کړه چې د ستونزو د حل په موخه د یادې ادارې ملاتړ وکړي.

د جمهور رییس لومړی مرستیال جلالتمآب امرالله صالح د ښاغلي فاروقي ګمارنه نیک او پرځای ګام وباله وویل، د شهیدانو کورنۍ او معلولیت لرونکي وګړي ددې هیواد د عزت او وقار ساتونکي دي، زموږ دنده ده چې د یاد قشر د ملاتړ په موخه بنسټیز پلانونه جوړ او تطبیق کړو. جلالتمآب امرالله صالح زیاته کړه، په ټولو ادارو کې د شهیدانو او معلولینو د حقوقو او امتیازاتو د قانون تطبیق، د ادارو تر منځ همغږۍ او خدمتونو وړاندې کولو کې د برېښنایي سیستمونو څخه ګټه اخیستنه اړینه ده.

جلالتمآب امرالله صالح وویل، د ادارې د پرمختګ او د یاد قشر ستونزو ته د رسیدګي په موخه له دولتي ادارو او نړیوالو بنسټونو سره کاري ناستې به پیل شي.

جلالتمآب امرالله صالح د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدنې په موخه د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS