د جمهوري ریاست عالي مقام سره به د وزارت د کړنو، لاسته راوړنو او ستونزو راپور شریک شي

sadiq_admin
Sun, Mar 14 2021 9:15 AM
س

د جمهوري ریاست عالي مقام سره به د وزارت د کړنو، لاسته راوړنو او ستونزو راپور شریک شي

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د وزارت د رهبرۍ پلاوي سره ناسته کې وویل چې د جمهور رییس د لارښوونې سره سم دې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنو، لاسته راوړنو، ستونزو او راتلوونکو پلانونو راپور په بېړني ډول چمتو او د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک شي.

ښاغلي فاروقي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جمهور رییس سره د شهیدانو د ورثې او معلولینو د ستونزو او نظرونو اخیستو لویه غونډه بریالۍ وګڼله او د ښه ترسراوي له کبله یې د وزارت له مسولینو مننه وکړه زیاته یې کړه: د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ته د جمهور رییس د پاملرنې او ارزښت پر بنسټ دې ددې ادارې د کړنو، پرمختګونو، اړتياوو، ستونزو او وړانديزونو لنډ راپور ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام سره دې شریک شي، تر څو جمهور رییس د همدغه راپور پر بنسټ د کابينې په راتلوونکې ناسته کې د وزارت کړنې وارزوي او د شته ننګونو او ستونزو د حل پریکړه وکړي.

ښاغلي فاروقي نړيوالو مرستندويه بنسټونو او اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ او په دې اړه یې د مشخص پلان د جوړولو لارښوونه وکړه.

د ناستې په پای کې د جمهوري رياست عالي مقام ته د راپور ترتیبولو په موخه اووه کسيزه کميټه رامنځته شوه، چې په بېړني ډول به هر اړخیز راپور چمتو او د وزارت د مشرتابه له کتنې وروسته به عالي مقام ته واستول شي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS