لوړو زده کړو ته د معلولیت لرونکو وګړو د لارموندنې زمینه برابرول مهم ګام دی

sadiq_admin
Mon, Mar 01 2021 9:18 AM
cd

لوړو زده کړو ته د معلولیت لرونکو وګړو د لارموندنې زمینه برابرول مهم ګام دی

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبري اندړ او د معلولینو د څېړنیز انستیتوت رییس دریا خان بهیر د (AHEAD) موسسې مسولینو سره وکتل او معلولیت لرونکو وګړو ته د زده کړو او ښوونیزو برنامو چمتو کولو په اړه یې خبرې وکړې.

د یادې موسسې مسولینو نایله ناصري او نجیب الله الکوزي وویل: موخه یې هغو معلولیت لرونکو وګړو ته، چې د ښوونځي د وروستیو کلونو زده کوونکي دي او غواړي لوړو زده کړو ته لار ومومي، د لنډمهالو کورسونو او کانکور ازموینې ته د چمتووالي برخو کې مرسته او همکاري کول دي. د (AHEAD) موسسې مسولینو زیاته کړه، چې په یاده برخه کې د خدمتونو له وړاندې کولو مخکې د هېواد د پینځو ولایتونو (کابل، ننګرهار، هرات، مزار شریف او کندهار) ښوونځیو کې څېړنه کوي، تر څو ټول ښځینه او نارینه معلولین تشخیص او پر بنسټ یې ورته د زده کړو او روزنې زمینه برابره کړي.

د برنامو او همغږۍ مرستیالې صبري اندړ د یادې موسسې پروژه او پلان اغېزناک وګڼه او د هرکلي تر څنګ یې د هر اړخیزې همکارۍ او مشترک کار ډاډ ورکړ. د دې تر څنګ یې د وزارت د معلولینو څېړنیز انستیتوت رییس ښاغلي دریاخان بهیر ته لارښوونه وکړه، چې د معلولینو د ستونزو، غوښتنو او اړوتیاوو د تشخیص پر بنسټ د څېړنې موضوعات د موسسې مسولینو ته وسپاري، تر څو یې د دوی له لوري څېړنه پیل او د پروژې په تطبیق سره محسوسې پایلې ترلاسه شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS