د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير د معلولينو له يو شمېر استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې

sadiq_admin
Sat, Jan 09 2021 9:24 AM
dd

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير د معلولينو له يو شمېر استازو سره وکتل او د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې

پنجشنبه د مرغومې په ۱۸مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د معترضو معلولينو استازو سره وکتل او د معلولينو د عرفو، استوګنځيو، کارموندنې، زدکړو، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش، د قانون تعديل او د معاشونو د ورکړې په تړاو يې د هغوی غوښتنې او وړانديزونه واريدل.

ښاغلي آريوبي د دوی له غوښتنو او وړانديزونو وروسته وويل: چې له اړونده دولتي ادارو سره د شويو هوکړه ليکونو د تطبيق بهير له نږدې څاري او ټولې مسولې ادارې يې پر پلې کولو کې يو شان مسووليت لري.

نوموړي څرګنده کړه، چې د کابل ښاروالي د معلولينو د عرفو د تخريب لپاره بايد مناسب بديل ولري او له وزارت سره به د شوې هوکړې له مخې د عمل يو کلن پلان هم شريکوي.

ښاغلي آريوبي د استوګنځيو د وېش په بهير کې د موجوده ستونزو یادونه وکړه او زياته يې کړه، چې د ښارجوړولو او ځمکو وزير سره يې وروستۍ ناستې ته په کتو ددې ستونزې د هواري لپاره هڅې روانې دي.

نوموړي په دې سربېره د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو د معاشاتو د ځنډ په تړاو هم خبرې وکړې او لارښوونه يې وکړه، چې د شهيدانو ټول وارثين او معلولين بايد برېښنايي پېژندپاڼې واخلي، ځکه چې راتلونکي ۱۴۰۰ ه ل، کال کې د ټولو حقوق د برېښنايي پېژندپاڼو له مخې حواله کېږي.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت، پارلمان او د معلولينو مدني بنسټونو څخه به په ګډه کمېټه جوړېږي او د معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه به هڅې کوي. د يادې کميټې له جوړيدو سره سم به د ملي شورا تر مخ د معلولينو لخوا د تحصن لګیدلې خيمې هم پورته کېږي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS