د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مرستیاله د فاریاب ولايت د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

sadiq_admin
Sun, Nov 22 2020 9:28 AM
gfc

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مرستیاله د فاریاب ولايت د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مرستیاله آغلې جمیله نورستاني، د فاریاب ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څېړنو کميسيون له غړو سره ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د فاریاب د محکمې، لويې څارنوالۍ، عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې او ملي امنيت استازو، د شهيدانو او معلولينو چارو آمر او د ولايت مقام باصلاحيته استازو ګډون درلود.

آغلې نورستاني، د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څيړنې کمېسيون له غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.

د آغلې نورستاني په خبره، چې دوی ته د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو حل لومړيتوب لري او هغوی ته د ژوند له لومړنيو اړتياوو را نيولې تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې بايد برابرې شي.

نوموړي د فاریاب اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د شهيدانو وارثينو، کورنيو غړو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

د ناستې په پای کې د فاریاب د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنې کميسيون غړو له آغلې نورستاني او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې او وړاندېزونه يې له نږدې واورېدل او په همدې موخه يې فاریاب ته سفر را وکړ.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS