د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت پر امرالله صالح د شوي ځانمرګي برید له امله د شهیدانو وارثانو او ټپیانو سره د مرستو ژمنه وکړه

sadiq_admin
Tue, Sep 15 2020 2:59 PM
ad

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت پر امرالله صالح د شوي ځانمرګي برید له امله د شهیدانو وارثانو او ټپیانو سره د مرستو ژمنه وکړه

نن د وږې په ۲۵مه، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او کمک نړېوالې موسسې له لوري، د رییس جمهور لومړي مرستیال امرالله صالح باندې د شوي ځانمرګي برید له امله د شهیدانو وارثانو او د پېښې ټپیانو سره د مرستو ژمنې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د ټولنیزو او مرستندویه خدمتونو رييس سیدعالم هاشمي د شهیدانو د کورنیو غړو سره په وزارت کې له ثبت او راجستر وروسته د میاشتنیو امتیازاتو، د زده کړو زمینې برابرولو او د پېښې له ټپیانو سره د درملنې په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې د کمک نړیوالې موسسې د مرکزي حوزې مرستیال یارمحمد ځاځي هم، په یاده پېښه کې د شهیدانو د کورنیو غړو سره د اوږدمهالو مرستو، د کار او تجارت په برخو کې د پانګونې، د ټپیانو درملنه، د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو غړو د رواني او درملنې په برخو کې د مرستو وعده وکړه.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS