د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

content_admin
Wed, Sep 09 2020 11:54 AM
mmd

د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د شهيد اوونۍ ونمانځله

د ننګرهار د شهيدانو او معلولينو چارو آمريت د ولايت محترم مقام، د ولايتي شورا غړو، د مدني فعالانو، ديني عالمانو، د شهيدانو ورثينو، د معلوليت لرونکو وګړو او سلګونه ننګرهاریانو په شتون او ګډون سره د شهيد اوونۍ څخه نمانځنه وکړه.

د غونډې په پيل کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د ننګرهار ولايت د آمريت آمر لخوا، د شهيدانو او معلولينو په چارو د دولت وزارت وزير، لعل الدين آريوبي پيغام د شهيد اوونۍ په مناسبت ګډونوالو ته ولوست.

د آريوبي صيب په پيغام کې راغلي و، چې د شهيد اوونۍ له نمانځلو موخه، د شهيدانو له قربانيو او ښرښندنو څخه ستاینه او راتلونکو نسلونو ته د هغوی د لارې تعقيبولو انګيزه ورکول دي.

د ښاغلي وزير صيب په پيغام کې له ولايتي آمرينو څخه غوښتنه شوې وه، چې د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو په پار د خدمت په برخه کې دې له ژمنتيا، ريښتينوالۍ، د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د غوره ژوند د اسانتياوو برابرولو او د مسوليتونو په سم ډول اجرا کولو له مخې دې خپلې دندې په پوره ايماندارۍ ترسره کړي.

د شهيد اوونۍ په وياړ په جوړه شوې ناسته کې، د ننګرهار نوي والي ضياوالحق امرخېل هم د شهيدانو ورثينو او معلوليت لرونکو وګړو لاسنيوی د هر روغ افغان مسووليت وباله او پر ولسونو يې د سولې د راتګ په پار په ګډه د کار کولو غږ وکړ.

همدارنګه د غونډې په بهير کې، د افغانستان د معلولينو ټولنې مشر مسعود ساپي، ديني عالم حبيب الله جمال او حاجي سيد الرحمن مومند د شهيدانو کارنامې او وياړونه، نه هیریدونکی وګڼل او ځوانان يې له اسلام، وطن، خاورې او ملي ګټو سره مينې او ژمنتيا ته راوبلل.

غونډه د سولې، ورورولۍ او جګړې د پای ته رسېدو په پار له دوعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS