د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره، د (۵۳) زره او (۴۲۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ.
د همکارۍ دغه هوکړه ليک د دې وزارت د بهرنيو اړيکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (ZFA) خیریه مؤسسې د پروژو مسؤل محترم احمد ذکي عزيزي ترمنځ لاسليک شو، چې پر اساس به یې د فاریاب ولایت د (۱۰) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو لپاره د (۳۱۲۹۰) ډالرو په ارزښت مسافر وړونکې ریکشاوې واخیستل شي او د هغوی په واک کې به ورکړل شي.
همداراز د (۵۰) تنو نورو مستحقو کونډو، یتیمانو او معلولینو لپاره به د خیاطي برېښنايي ماشینونه د اړوندو وسایلو سره هغوی ته وېشل شي.
د یادونې وړ ده چې دغه پروژه به د فارياب او کنړ ولايتونو د شهیدانو او معلولینو چارو رياستونو سره په همغږۍ د (۵۰) ورځو په موده کې تطبیق شي.
