په زابل ولایت کې د شهيدانو او معلولينو پر (١٨٠ ) مستحقو کورنيو باندې د قربانۍ غوښې ووېشل شوې

د نېکمرغه لوی اختر په لومړۍ ورځ د زابل ولایت په مرکز قلات کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ د احساس خیریه بنسټ په همکاري د یاد ولایت د شهيدانو او معلولينو پر ( ١٨٠) مستحقو کورنيو باندې د قربانۍ غوښې ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال د اقتصاد رياست،د مهاجرینو ریاست استازو هم شتون درلود.