د نيالګيو کینولو مراسم د شهيدانو او معلولينو چارو وزير له خوا د یوه نيالګي په ايښودلو سره په دې وزارت کې پيل شول

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۴:۴
mmd

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د پسرلي د رارسیدو په مناسبت جوړ شوي وو، په هغه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوی کلیم الله افغان، د وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم ثنا‌ء الله فرقاني، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نذیر او د دې وزارت یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو.

د نیالګېو کینولو په دې پروګرام کې په ترتیب سره یو، یو نیالګی د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو رئیسانو له خوا د دې وزارت په انګړ کې کینول شول.

په پام کې ده چې له سلو زیات نیالګي به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د انګړ د ښکلا او زرغونولو په موخه کینول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په ننګرهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) خيريه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۵
Background image

په پروان ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په. . .

BACK TO NEWS