په لغمان ولایت کې (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۳:۲۶
mmd

د لغمان د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په هڅو او کوښښونو د (HHRD) خیریه مؤسسې له لوري پر (۵۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي او غيرخوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوري، بوره، لوبیا، مالګه او البسه شامل وو، وویشل شول.

په ورته وخت کې هر مستحق ته(۳۰۰) افغانۍ د لارې کرایې په موخه هم ورکړل شوې.

د یادو مرستو د ویش پر مهال د دې ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج فیض الله جواد او د (HHRD) خیریه مؤسسې ځینو مسؤلينو حضور درلود.

محترم فیض الله جواد د يادې مؤسسې له مرستو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې یاد ریاست به هڅه وکړي تر څو د دې اړمن قشر د لاسنیوي په موخه لازیاتې مرستې راجلب کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS