د معلوليت ملي ستراتيژۍ په پلې کولو کې لازمې همکارۍ ته ژمن یو

sadiq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۸:۳۴
as

د معلوليت ملي ستراتيژۍ په پلې کولو کې لازمې همکارۍ ته ژمن یو

نن چهارشنبه د وري په ۱۱مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د (HI) Handicap International Afghanistan، موسسې له رييس سره وکتل او د معلوليت ملي ستراتيژۍ د پلې کولو په برخه کې یې ترې د هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ناستې په پيل کې د افغانستان د معلولينو د عدالت غوښتنې ټولنې رئيس، سميع الحق سميع ښاغلي فاروقي ته د هندیکپ انټرنیشنل (HI) په هکله معلومات ورکړل او په افغانستان کې یې د هغوی لخوا ترسره شويو خدمتونو او فعاليتونو يادونه وکړه.

ورپسې په افغانستان کې د HI موسسې رييس جوليو اورتيز ارګو داس، په افغانستان کې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره د راتلونکو پلانونو او کارونو په تړاو خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه، چې د معلوليت ملي ستراتيژۍ په پلې کولو او نورو اړونده چارو کې به لازمه او هراړخيزه همکاري کوي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې له افغان حکومت او د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره د ګډې همغږۍ او همکارۍ په چوکاټ کې به د افغانستان معلوليت لرونکو وګړو لپاره په روغتيايي، ځان بساينې او د ژوند ښه کولو برخو کې خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکوي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د دوی راتګ ته ښه راغلاست ووايه او د افغان معلولينو سره د هميشنۍ همکارۍ او پاملرنې له امله يې ترې ځانګړې مننه وکړه.

ښاغلي فاروقي په تېرو دوه لسيزو کې د افغان معلولينو سره د نړيوالو مرستې د قدر وړ وګڼلې او د يادو همکاريو د دوام او لا زياتېدو غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د افغانستان جمهور رييس د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره ځانګړې توجو لري او پر همدې بنسټ يې دغه وزارت ته ارتقا ورکړه.

دده په خبره، چې جګړه‌ييزو حالاتو او اقتصادي ستونزو د ياد قشر لپاره د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو مخه نيولې؛ خو ژمنه يې وکړه، چې د نړيوالو مرستندويه بنسټونو په ملاتړ او د حکومت په جدي پاملرنې سره به دغه ستونزې را کمې او د حل لپاره به يې اړين ګامونه پورته شي.

نوموړي د HI موسسې له رييس سره د معلوليت ملي ستراتيژۍ د پلې کولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې له هغه څخه د تجربو، پوهې او لاسته راوړنو شريکولو غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې هندیکپ انټرنیشنل موسسه د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره روغتيايي(فزيوتراپي، فزيکي بيارغونې او مصنوعي غړو جوړونې)، حرفوي زده کړو، فزيکي لاسرسي او ځان بساينې برخو کې خدمتونه ترسره کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۰
Background image

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۰۲) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري، د (HHRD) مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۱۰۲) تنو د فني او حرفوي زده ‌کړو پر زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې. په یادو مرستو کې شپږ (۶. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

په غزني ولایت کې پر یو شمېر یتیمانو باندې زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د نصیر خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، لسو (۱۰) تنو یتیمانو ته د زرنج نقلیه وسایط ووېشل.

یاد پروګرام د یتیمانو د اقتصادي پیاوړتیا او ځان‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۹:۶
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مؤسسې فعالیتونه وستایل شول

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش چې د‌ ټولنیزو خدمتونو مدير محترم نصرت الله پتمن يې ملتيا کوله، په ياد ولایت کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو. . .

BACK TO NEWS