د مشرانو جرګې له لوري د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د نظامي چارو د انسجام معاونیت د رامنځته کېدو د تصویب په اړه اعلامیه

content_admin
mmd

د مشرانو جرګې له لوري د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د نظامي چارو د انسجام معاونیت د رامنځته کېدو د تصویب په اړه اعلامیه

۱۳۹۹ د چنګاښ ۲۹

د هېواد مشرانو جرګې نن یکشنبه (د چنګاښ ۲۹) د دې جرګې په عمومي غونډه کې د جمهور رییس د (۱۳۹۷/۱۰/۲۹) نېټې د (۱۳۲) ګڼې فرمان پر بنسټ رامنځته شوې (د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې د ملاتړ ملي اداره) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په نامه بدله او د دې تر څنګ یې د دې وزارت د نظامي معلولینو او شهیدانو چارو د انسجام معاونیت رامنځته کېدل تصویب کړه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت رهبري د هېواد د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې په استازولۍ د مشرانو جرګې له مشرتابه او ټولو غړو او همدارنګه په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له همکارۍ او هلو ځلو د زړه له تله مننه کوي، چې دغه بې ساری ګام یې پورته کړ او دې مستحق قشر ته یې خپله ژمنتیا عملاً په اثبات ورسوله.

معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو ورثه د ټولنې د نورو وګړو په څېر فوق العاده وړتیاوو څخه برخمن دي؛ برابرو حقونو، امکاناتو او اسانتیاوو ته اړتیا لري. دغه وزارت به د یوه ملي او انساني مسولیت او د مشرانو جرګې د باور پر بنسټ د دوی ټولو ستونزو ته د رسېدنې او حل لپاره هر کار وکړي، تر څو شته ستونزې حل او کارنده فرصتونه رامنځته کړي.

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۳:۴۶
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو ولايتي رياستونو د پام وړ خبرتيا !

 لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز له لوري د فني او حرفوي زده کړو په موخه هر ولايت ته  سهم ورکړل شوی ؤ دا چې اوس يادې زده کړې د روان ۱۴۴۶ ه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۶:۱۵
Background image

مستقبل د لوړو زده کړو موسسی خبرتیا

د مستقبل د لوړو زده کړو موسسه د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او کارکوونکو د علمي سویی او ظرفیت لوړاوی په موخه په لاندي پوهنځیو کې د ځانګړي تخفیف په ورکولو سره د ۱۴۰۱ لمریز . . .

Back to announcements