د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې د فني او حرفوي زده کړو لپاره د نوېو زده کوونکو د شموليت په موخه کمېټه جوړه شوه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۳۲
mmd

د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز کې  د  ۱۴۰۳ کال د دویمې دورې لپاره د نويو زده کوونکو د شموليت په موخه کمېټه جوړه شوه.
په يادې کمیتې کې د فني او حرفوي زده کړو آمر محترم ګل احمد عثماني ، د ليليې عمومي مدير محترم حبيب الرحمن سيد خيلي او د ( اچ اچ آر ډي ) خیریه مؤسسې سوپروايزر محترم حبيب الله رحيمي ګډون درلود.
په پام کې ده چې د یادې کمېټې لخوا به، د  شرایطو وړ یتیمانو، معلولینو او د معلوليت لرونکو وګړو د اولادونو د ثبت او راجسټر لړۍ پر مخ يوړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS