د شهیدانو وارثینو او معلولینو د حقونو د تامین په اړه د هېواد د جلالتمآب جمهور ريیس د هدایت تحقق په موخه غونډه وشوه.

sadiq_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۱۱:۱
dsd

د شهیدانو وارثینو او معلولینو د حقونو د تامین په اړه د هېواد د جلالتمآب جمهور ريیس د هدایت تحقق په موخه غونډه وشوه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او جمهوري ریاست د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د شهیدانو او معلولینو، کار او ټولنیزو چارو، مالیې او عامې روغتیا وزارتونو، د اداري اصلاحاتو کمیسیون، د ملي امنیت لوی ریاست او د کابل ښاروالۍ استازو په ګډون د هېواد د شهیدانو او معلولینو د حقونو د تامین په اړه د جلالتمأب جمهور رییس د هدایت د تطبیق په موخه غونډه وشوه.

د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رییس محبوب شاه محبوب د جلالتمآب جمهور رییس د هدایت او د شهیدانو او معلولینو د کورنیو د حقونو په اړه خبرې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیالې صبرۍ اندړ د معلولینو لپاره د کار موندنې طرحې، له عامې روغتیا وزارت څخه د شهیدانو او معلولینو ته د معلولینو مجدد فزیکي پیاوړتیا مرکز انتقال او ښار کې د معلولینو د غرفو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د اداري اصلاحاتو کمیسیون استازي وویل، چې د شهیدانو او معلولینو وزارت سره په همغږۍ د په دولتي ادارو کې د معلولیت لرونکو وګړو د استخدام لپاره د معلولینو د کاري ظرفیت مشخص کولو په موخه په یو میکانیزم کار کوي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې اړونده ادارې د معلولینو د کار موندنې طرحې په اړه په لیکلي ډول خپل نظرونه د چارو ادارې لوی ریاست ته واستوي او له عامې روغتیا وزارت د شهیدانو او معلولینو وزارت ته د معلولیت لرونکو وګړو د فزیکي پیاوړتیا مرکز انتقال په اړه منطقي دلایل وړاندې کړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د معلولینو د غرفو د ستونزې حل په اړه خپل راپور د چارو ادارې لوی ریاست ته وسپاري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS